IQNA

 له سختو نتیجو سره قدرتمند عملیات د امریکاپه انتظار کې دي

10:53 - June 23, 2025
د خبر لمبر: 3491304
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت د خاتم الانبیاء مرکزي غونډ امریکایانو ته د خطاب په یوې خبرتیا کې ووئيل؛د اسلام مبارزان  به د تاسو دجنایت په ځواب کې په قدرتمنو، او ټارګټيډ  عملیاتو سره  دتاسو لپاره درندې ، پښمانه کونکې اونه اټکلیدونکي نتیجې راوپنځوي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت د خاتم الانبیاء(ص) غونډ خبرتیا ددغه مرکز د ویندوي په وسیله ولوستل شوه چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

بسم الله الرحمن الرحیم

وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ

جنایتکارې امریکا له وحشي  او تیریګر صهیونیسټي رژيم  له تیریو څخه د هراړخیزو ملاتړونو په دوام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د حاکمیّت په ښکاره  خلاف ورزئ سره په مستقیم ډول له ایران سره جنګ ته وارده شوې او د ایران په مقدسې خاورې ئې تیری کړی دی.

دغه غلیمانه اقدام  د مرګي حاله صهیونیسټي رژيم د احیاء په موخې سره ترسره شوی ،خو نه یوازې  ئې کومه نتیجه نه درلوده ، بلکې د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو د روا او ډول ډول  موخو د دایرې د پراختیا سبب به شي او په سیمې کې د جنګ د پراختیا زمینې برابروي.

په دغې خبرتیا کې راغلي دي، تاسو ته ډاډ درکوو چې  په دغو تیریو سره  به ګړئ عقربې یا ستنې  دتاسو په ګټه ونه څرخیږي. د اسلام مبارزان  به ان شاالله   ددغه جنایت په ځواب کې  په هدفمنو او قدرتمنو  عملیاتو سره  د تاسو لپاره  درندې ، پښمانه کونکې او نه اټکل کیدونکی نتیجې  وپنځوي.

و مِن الله توفیق

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/04/02/3340631

captcha